په جنوبي وزیرستان کې بم چاودنې درې امنیتي عسکر ووژل



د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بم چاودنه کې درې امنیتي عسکر ووژل شو او درې نور زخمیان شول.

په سیمه کې میشته حکومتي چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل چاودنه د لدهې تحصیل په تنگي بدنزۍ سیمه کې په داسې حال کې وشوه چې امنیتي ځواکونو د ځمکني بمونو یا لېنډ ماینونو د لرې کولو کار کولو.

په سمدستي توگه په لدها کې چاودنې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.

په جنوبي وزیرستان کې په یو وخت کې د وسله والو پټن ځایونه لرل او پاکستاني چارواکو به په سیمه کې په امنیتي ځواکونو او په قبایلي مشرانو د حملو زمه واري په وسلوالو اچوله.

خو په کال ٢٠٠٩ کې پاکستان په سیمه کې د “راه نجات” په نوم عملیات پېل کړل او په کال وروسته یې وویل جنوبي وزیرستان د وسله والو نه پاک کړی شوی دی.

د حکومتي دعوو پرته ځايي اوسیدونکي گڼي چې د سیمې د امنیت حالات اوس هم کړکېچن دي.

د پشتون ژغورنې غورځنگ مشران وايي وسله وال په سیمه کې نه یوازې شتون لري بلکې هدفي حملې هم ترسره کوي.

پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړې دي.

پوځ وايي شمالي وزیرستان کې امن پرځای کړی شوی دی او د کډه شوي اوسېدونکي خپلو کلیو او بانډو ته بېرته تللی شي.



Source link

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *