“پاکستاني پوځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه رېډیو پیل کړې چې هند ضد تبلیغات خپروي”



د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ پلو ته یوې رېډیو د پاکستاني پوځ په پلوۍ خپرونې پیل کړي او د هندستان خلاف تبلغات کوي.

د دې رېډیو مرکز په کره توګه معلوم نه دی خو داسې اټکل کېږي چې د پاکستاني پوځ په پلوۍ دغه خپرونې د ننګرهار د شینوارو له کومې سیمې کېږي.

په (۹۰.۸) څپو کېدونکي نشریات هر ماښام د افغانستان په وخت له اوو بجو پیلېږي چې څه باندې یو ساعت دوام کوي او خپرونې یې تر ډېره د هند د حکومت خلاف وي.

دغه رېډیو کوم ځانګړی نوم نه لري او خپرونې یې له پیلېدو سره سم په تبلیغاتو پېلېږي.

خپرونې یې د شینوارو له ولسوالۍ سره سره جلال اباد ښار ته څېرمه سیمو کې هم اورېدل کېږي.

په دغه سیمه کې د داعش او طالبانو رېډیو هم خپرونې لرې. د داعش هغه یې په ۹۰ او د اسلامي امارت په نوم د طالبانو رېډیو په ۹۰.۷ څپو خپرونې لري.

په نویو پیل شویو خپرونو کې د ډیورنډ کرښې سره څېرمه د پاکستاني پوځ خلاف تبلیغات او جګړې د یهودانو د ایجنټانو کار ګڼي او دغو خپرونو ته تر ډېره مذهبي رنګ کوي.

د ننګرهار د شینوارو د خوا ځینې ځايي خلک چې دغه رېډیو اوري وايي، د خپرونو چلوونکي ځینې وخت د سرحدي سیمو افغان اوسېدونکو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکړې وړاندیزونه هم کوي.

خیرالله د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي امریکا غږ ته په دې اړه وویل:” اچین د مامند، کوټ د سانه دادر او وچ کوټ ساحو نومونه اخلي او خلکو ته وايي چې ستاسې ژوند ښه شي نو د پاکستان حکومت به درته کارډونه درکړي او ژوند به مو ښه شي”

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي تر اوسه لا د پاکستاني حکومت په پلوۍ د کومې رېډیو له روانو نشریاتو نه دي خبر شوي.

که څه هم افغان حکومت د ننګرهار د شینوارو پلو ته د داعش رېډیو د خپرونو په بندېدو پسې څو واره هڅې وکړې، خو لا هم دغه خپرونې روانې دي، معلومه به شي چې د پاکستاني پوځ په پلوۍ ددغه تازه نشریاتو په اړه حکومت څه کولای شي.



Source link

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *